اسلام آباد 27ستمبر(اے پی پی)د وزيراعظم د بين الصوبائي رابطه او اولسي چارو صلاحكار رانا ثناﺀالله د صوبو ترمينځه د سمندري حدود موثر پټرولنګ هدايت كولو سره وئېلي دي فشري ايډوائزري بورډ دې فعاله كړې شي٬بين الصوبائي رابطه س??كر??ري دې د دې ممبر جوړ كړے شي٬د بورډ وړومبۍ غونډه دې د اكتوبر په وړومبۍ اونۍ كښې وكړې شي٬ټولې صوبائي برخې دې د خپلې نمائندګۍ له مخې خپل كردار ادا كړي۔د بين الصوبائي رابطه وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم د بين الصوبائي رابطه او اولسي چارو صلاحكار رانا ثناﺀ الله خان په مشرۍ كښې د بين الصوبائي رابطه كمېټۍ 30مه غونډه بين الصوبائي رابطه وزارت كښې وشوه۔په غونډه كښې څلورو واړو صوبو ته د ورمخې ته شوو مسئلو په اړه په 6 نكاتي ايجنډا خبرې وشوې او د مسئلو حل لپاره مهمې پريكړې وكړی شوې۔په غونډه كښې د پنجاب حكومت لوكل ګورنمنټ صوبائي وزير٬د سندھ وزيراعلٰی د فشريز صلاحكار٬د بلوچستان حكومت فشريز س??كر??ري٬د بين الصوبائي رابطه ??فا??ي س??كر??ري٬د كے پي كے چيف س??كر??ري٬د بلوچستان حكومت د فشريز صوبائي س??كر??ري٬ د پنجاب حكومت د هاؤسنګ اربن ډوېلپمنټ اينډ پبلك هېلت انجينئرنګ ډيپارټمنټ صوبائي س??كر??ري٬د پاكستان ميري ټائم س??يو??ټي ايجنسۍ ډي جي٬د كو??ټ ګارډز س??كر??ري او ??فا??ي او صوبائي اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔په غونډه كښې د بلوچستان حكومت انټرپروونشل كو??رډينېشن كمېټۍ ته ووئيل د سندھ سره تعلق لرونكې صنعتي ټرولرز په خپل فشنګ بوټس د ممنوعه جال د لارې كبان نيسي ٬ د دې كمرشل هلو ځلو له امله نه يوازې د غريبو كبانو نيوونكو زيان كېږي بلكې په سمندري لائف او ماحول هم ناوړه اثرات پريوځي۔په دې موقع رانا ثناﺀ الله ووئيل د صوبو ترمينحه دا مسئله ډېر لوي اهميت لري ځكه چې د دې له امله د يو عام كس روزګار او د هغه د كو??نۍ ژوند ډېر متاثره كېږي او د دې حل لپاره به ??فا?? خپل بشپړ كردار ادا كوي۔د معاملې حل لپاره رانا ثناﺀ الله اړوندو چارواكو ته هدايت وكړو چې فشري ايډوائزري بورډ دې فعاله كړی شي او د بين الصوبائي رابطه س??كر??ري دې د دې ممبر جوړ كړي شي ٬ دغسې د بورډ وړومبې غونډه دې د اكتوبر په وړومبۍ اونۍ كښې وكړی شي او ټولې صوبې دې د خپلې نمائندګۍ له امله خپل كردار تر سره كړي۔