اسلام آباد 15 نومبر (اے پي پي) د مذهبي چارو وزارت د اړخه د حج خواستونو ترلاسه كولو اعلان کولو سره په ټول هېواد كښې د حج بینك کوآرډینیټرز تربیه پېل كړې۔ د مذهبي چارو وزارت د اړخه د جمعې په ورځ جاري شوې بيان له مخې وزارت د حج خواستونو وصولولو لپاره د 15 نامزد بېن??ون?? حج کوآرډینېټرز تربيه پېل كړې۔ د تربیې مقصد د بېنك کوآرډینېټرز له د حج پورټل تربیه وركول دي۔ کوآرډینېټرز له به د حج کوؤنكو ګروپ جوړولو ، پېکېج او فارم پراسېسنګ تربېه وركولې شي۔ وزارت په حج پورټل د حج کوؤنكو د کوائف درست اندراج باوري كوي۔د تربیې عمل ب?? تر 17 نومبر روان وي۔ د حج آئی ټی سېل ډائرېکټر حکیم خټک، جمیل الرحمن او پروګرامر حافظ ماجد به د بینك عملې له تربیه وركوي۔ د 15 نامزد بېن??ون?? د لارې د حج خواستونو وصولۍ عمل ب?? 18 نه تر 3 دسمبر روان وي۔ د 15 نامزد بېن??ون?? ګڼ شمېر برانچونو كښې به آن لائن حج خواستونه وصولولې شي۔ د مذهبی چارو آن لائن حج پورټل ب?? پېپر لېس فارم نېغ په نېغه پراسیس کوي۔ وزارت به په ډیش بورډ د ګڼ شمير بینك برانچونو کارکردګی نيغ په نيغه مانېټر کولې شي۔