اسلام آباد 30 اګست (اے پي پي) وفاقي کابينې د چين پاکستان راهداري له مخې د مين لائن ون ??نصوبې اپ ګريډيشن لپاره په وړومبي پړاٶ كښې د مالياتي باور په حواله د خبرو اترو پې?? كولو منظوري وركړې ٬ وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي د ترهګرۍ لعنت خاتمه او ترهګر د عبرت ??شان جوړولو لپاره ټول قام عزم لري۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بي??ن له مخې د وفاقي کابينې غونډه د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې وشوه ۔ وزيراعظم کابينه تېره ورځ د كوئټه خپلې دورې پحقله په اعتماد كښې واخسته۔ وزيراعظم ووئيل بلوچستان كښې د قانون ??افذ كوٶنكو ادارو پشمول پوليس او د لېويز په استعداد كښې اضافه كوٶ٬ د ترهګرۍ لعنت خاتمه او ترهګر د عبرت ??شان جوړولو لپاره ټول قام عزم لري۔ وزيراعظم ووئيل د بلوچستان صوبائي حکومت بلوڅ ځوانان په قامي چوكاټ كښې شاملولو او د دوي خوشحالۍ او پرمختګ لپاره د ستائنې وړ اقدامات كوي٬ وفاقي حکومت به بلوڅو ځوانانو ته د نړيوال معيار تعليم او د پرمختګ يو ډول موقعې وركولو لپاره د بلوچستان حکومت بشپړه مرسته كوي، وفاقي کابينې د چين پاکستان راهدارۍ د کليدي منصوبې مين لائن ون اپګريډيشن لپاره د چين او پاکستان ريلويز ترمېنځه د اېم اېل ون ??ه وړومبي پړاٶ مالياتي باور پحقله د خبرو پې?? كولو منظوري وركړه۔ کابينې امر وكړو چې حتمي لوظنامه دې منظورۍ لپاره بي?? كابينې ته وړاندې كړې شي٬ دغسې کابينه د اقتصادي رابطه کمېټۍ د 29 اګست كال 2024 په غونډه كښې د شوو پرېكړو توثيق وكړو۔