اسلام آباد 12 ستمبر (اے پي پي) پاکستان د نوي ډيلي هائي كورټ لخوا د کشميريانو د حقونو وكالت كوٶنكو په شمېر سياسي ګوندونو د بندېز لګولو پرېكړه د برقراره ساتلو په سختو ټكو غندنه كړې ده ٬ د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ د زيارت پ?? ورځ د پرېس بريفنګ په مهال ووئيل د هندي حكومت لخوا په ځائي سياسي ګوندونو بنديز لګول د كشميريان محكومه ساتلو٬ اختلاف رائے د پښو لاندې كولو او د ه??د په غېر قانوني تسلط لاندې جمو و كشمير باندې د قبضې مستحكمولو لپاره د هند د بې واكه كمپائن برخه ده۔ وياندې ووئيل د جمو و کشمير اولس د حقونو وكالت كوٶنكي ګوندونه د غېر قانوني هڅو مخنيوي ايکټ (يو اے پي اے) د لارې غلې كولې شي۔ دې ووئيل دا قانون په اولس جبر له د وسلې په توګه په تندۍ سره استعمالېږي۔ وياندې ووئيل دې كاروائيو ته قانوني حېثيت وركولو ??ښې د هندي عدليه كردار په جمو و كشمير ??ښې د جائز سياسي غږ غلې كولو پرېكړې ن?? وروستو رامخې ته شوے٬ تېر كال د هند سپريم كورټ د ه??د په غېر قانوني تسلط لاندې جمو و كشمير ??ښې په كال 2019 ??ښې په غېر قانوني توګه يو اړخيزه كاروائۍ برقرار ساتلې وې۔ وياندې په هند زور راړو چې ھغوي دې د ټولو سياسي ګوندونو نه بندېز پورته كړي كوم چې په مقبوضه كشمير ??ښې په غېر قانوني توګه كالعدم ګرځولې شوې دي، د کشميريانو د حقونو او آزادۍ دې احترام وكړې شي٬ ټولو سياسي بنديوان او د بشري حقونو كاركنان دې خوشې كړې شي او د جمو و كشمير پحقله د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په قراردادونو دې عملدرآمد وكړي