اسلام آباد 21 نومبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف وئيلي دي ??ېف بي آر كښې د اصلاحاتو ګټورې نتيجې رامخې ته كيدل پيل شوي،د اولس په ټيكس ډاكه اچوونكو په ضد ګرفت سخت كړے شوے، ټیکس بیس زياتولو له حكومت په ترجيحي بنیادونو اقدامات کوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ??ېف بي آر سینئر افسر سره خبرو كښې وكړه چا چې د زيارت په ورځ وزیراعظم هاؤس كښې ده سره ملاقات وكړو ۔د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د ??ېف بی آر سینئر افسر اعجاز حسین د کھربونو روپو د سیلز ټیکس فراډ په وخت په ګوته كولو سره کارروائي کړې۔ وزیراعظم د اعجاز حسین فرض شناسي ستائېلو سره د هغه د ایماندارۍ اعتراف كښې هغه لپاره د 50 لکهه روپو انعام اعلان وکړو۔ وزیراعظم د اعجاز حسین په فرض شناسۍ هغه له شيلډ هم وركړو۔ وزیراعظم په دې موقع ووئيل پاکستان كښې د فرض شناسه افسرانو او د هغوي د خپلې پېشې سره د مخلص پاتې كېدو او د صلاحیت لرونكو كسانو كمے نشته،حاجت د دې خبري دے چې د داسې ایمانداره كسانو ډاډګيرنه وكړې شي۔ وزیراعظم د ??ېف بی آر اصلاحات په ګټورو نتيجو د اطمینان څرګندوني سره ووئيل د پاکستان د غریب اولس ټيكس غلا كوونكو او معاونت کوونكو له به سخته سزا وركولې شي،د غریب اولس په ټيكس ډاكه اچوونكو په ضد به سخته كاروائي كولې شي ۔ده ووئيل اعجاز حسین په دې ښه اقدام د هېواد او اولس خذمت كړے كوم چې د ستائنې وړ دے۔ وزیراعظم سپارښتنه وكړه چې ??ېف بی آر دې د ټیکس فراډ په دې ناوړه هڅه كښې تفصیلي پلټنو كولو نه پس ذمه وار د قانون سره مخ كړي۔ده د ??ېف بی آر ټیکس فراډ كښې د ككړو كسانو او معاونت کوونكو له د سزا وركولو لپاره د ښې قانونی ډلي خذمات ترلاسه كولو سپارښتنه هم وكړه۔ ??زیراعظم ته ووئيل شول د سیلز ټیکس غلا لپاره د 80 كلنې ميرمن کوائف استعمال کړې شوي ،په 4 مارچ 2024 د ??ېف بي آر سینئر افسر اعجاز حسین د ټیکس فراډ هڅه په ګوته كړې وه ، د سیلز ټیکس فراډ په دې هڅه كښې په ابتدائی توګه 37 کروړه روپغ منتقل شوي د كومو د ريكوري عمل چې روان دے۔ وزیراعظم ته ووئيل شول د ټیکس فراډ په هڅه كښې ككړ مرکزي ملزم نيولے شوے۔ وزیراعظم امر وك??و چې تفصیلی پلټنو نه پس د ټیکس فراډ هڅه كښې معاونت کوونكې د ??ېف بی آر چارواكې له دې هم سزا وركړې شي۔ وزیراعظم ووئيل د هېواد د معیشت پرمختګ لپاره ټیکس بیس پراخه كولو په اړه په ترجیحی بنیادونو ګامونه پورته كوو، ??ېف بی آر اصلاحات او بشپړ ډیجیټائزیشن سره به سباؤن كښې د دې ډول کارروائیو مخنيوې اوشي۔