اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي) د نېشنل ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټۍ (اېن ډي اېم اے) د “ډيزاسټر ريزيلينټ انفراسټركچر” په عنوان د ګل په ورځ په بحريه پوهنتون كښې د سيمينار تابيا كړې چې پكښې د بېلا بېلو څانګو پوهانو پشمول پاليسي سازو او د معاون ادارو نمائندګانو پاكستان د آفتونو له اثرا??و څخه محفوظ جوړولو له د معلوماتو او تجرباتو تبادله كړې۔ د اېن ډي اېم اے لخوا د جاري بيان له مخې په سېمينار كښې تل پاتې تعميرات، هنګامي صورتحال څخه د مخنيوي تياري٬ د موسمياتي بدلون منفي اثرا??و څخه بچ كول او د كميونټي تحفظ غوندې په اهمو موضوعاتو تبادله شوې٬د سېمينار په مهال تعميرات تل پاتې جوړولو لپاره د نړيوال معيار سره همكاره كولو په ضرورت زور راوړلې شو چرته چې د قدرتي افتون?? خطر له مخې د تعميراتو تل پاتې او مستحكم جوړولو لپاره د جديد طرز ماډل هم وړاندې كړې شو۔ سېمينار ته خپله وېنا كښې د اېن ډي اېم اے چيئرمېن ليفټيننټ جنرل انعام حېدر ملك په پاكستان كښې د تل پاتې تعميراتو په سمدستي ضرورت زور رواړو ٬ ده ووئ??ل پاكستان له قدرتي افتونو اثرا??و څخه محفوظ تعميراتو ته ترجيح وركولو ته اړتيا لري۔ د سيشن په مهال مقررينو د قدرتي آفتونو مخنيوي لپاره د اجتماعي ذمه وارو او د قا??ي پېشګي نقطه نظر خپلولو په اهميت زور رواړو۔ په سېمينار كښې اهم شراكتدارو پشم??ل سركاري چارواكو، پرمختيائي شراكت دارو، فلاحي ادارو، تعليمي ادارو، ډيزاسټر رسپانس اود تعميراتو پوهانو پشمول د بېلا بېلو پوهنتونونو زده كوٶنكو ګډون وكړو