اسلام آباد 04 اكتوبر(اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر سره د برتانيې هائي كمشنر جين ميريټ ملاقات كړې چې پكښې د شريكو اړيكو په لا مستحكمولو٬بېلو څانګو كښې د مرستې په زياتو??و او كلتوري هلو ځ??و او لوبو ته د ودې په وركولو خبرې اترې وشوې۔ خېبرپښتونخوا سره تعلق لرونكے د پيپلز ګوند صوبائي اسمبلۍ غړے احمد كريم كنډي هم په دې موقعه موجود وو۔ د پي پي پي ميډيا لخوا د جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې په صوبه كښې د امن او امان په صورتحال٬پرمختيائي پروژو٬تعليم او روغتيا او د كلتور او لوبو په څانګو كښې په مرسته تفصيلي خبرې وشوې۔ د برتانيې هائي كمشنر په خېبرپښتونخوا كښې پرمختيائي كارونو سره سره په كلتوري او د لوبو په هلو ځلو كښې هم د برتانيې لخوا د مرستې باور وركړو۔د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي په خېبرپښتونخوا كښې د سرمايه كارۍ او تجارتي اړيكو پشمول د كلتوري پلاوي په تباد??و او لوبو ته د ودې وركولو پ?? اهميت زور راوړولو سره وزئيل چې دا اقدامات ??ه ځوانان مثبت هلو ځلو پلو راغب كولو كښې مرستياله ثابت شي۔ ده د برتانيې ډ??و او فنكارانو سره په ګډه د پروګرامونو كو??و او د لوبو مقابلې ترتيب كولو تجويز هم وړاندې كړو۔