اسلام آباد 26اکتوبر (اے پي پي)د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د پلاوي سره په سعودي عرب كښې د شوریٰ كونسل سپيكر او سعودي عرب پاكستان فرينډ شپ ډلې سره ??لا جلا ملاقاتونه كړي ۔د سېنېټ سېكرټرېټ له مخې په دې موقع د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د پلاوي په تود هركلي او مېلمستياﺀ د شوریٰ كونسل سپيكر مننه كوم۔په ملاقاتونو كښې دوه اړخيزه مرسته٬تجارتي اړيكو٬د كشمير او فلسطين مسئلو پشمول په مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل دا دوره ?? پاكستان او سعودي عرب ترمينځه قوي ورورولۍ اړيكو عكاسي كوي او دا د اداره ??اتي مرستې ودې٬د پلاويو تبادلو كښې تندي راوستلو او اولسي روابط لا زياتولو له خوښي ده۔د سېنېټ چيئرمېن د فلسطين او كشمير مسئلو حل٬په ټوله نړۍ كښې د مسلمانانو حقونو لپاره ?? سعودي او پاكستا?? په شريكو هڅو زور راوړو ۔ده ووئيل د فلسطي?? په مسئله او مقبوضه كشمير كښې به روانو ظلمونو به ټولو هېوادونو له غږ پورته كول وي۔د ملګرو ملتونو قراردادونو٬نړيوال قوانين تر مخه د عمل وړ حل ضرورې دے۔د سېنېټ جيئرمېن شريكې خوشحالۍ لپاره ټېكسټائل٬كركيلې او ټيكنالوجۍ په څير څانګو كښې په تجارتي اړيكو زياتولو زور راوړو۔