اسلام آباد 06 دسمبر (اے پي پي) د خزاني وفاقي وزير سینیټر محمد اورنګزیب وئيلي دي د هېواد معیشت مخ په وړاندې بوتللو كښې نجی څانګه په زړه پوري كردار لري،د هېواد معیشت په سم لوري روان دے او مهمو اقتصادي اشارو څخه د معیشت د استح??ام عکاسي كېږي۔د جمعې په ورځ سیکورټیز اینډایکسچینج کمیشن آف پاکستان تر سيوري لاندې ’’دیوالیه پن او قرضو په اړه قوانین ‘‘ په سرخط ورکشاپ ته وينا كښې د خزاني وزير ووئيل د هېواد معیشت مخ په وړاندې بوتللو كښې نجي څانګه په زړه پوري كردار لري، حکومت کاروبار او سرمایه کاری زياتولو له ټول سهولیات و??كو?? او اقد??ما?? کوي دغسې د مداخلت عنصر به كمولې شي او د نجي څانګي قائدانه کردار به زياتولې شي۔ده ووئيل د قوانین اطلاق او عمل در??مد كښې عدلیه هم مهم كردار لري، فورتھ کلوژر په اړه قوانین شته خو په هغې عمل در??مد نه كېږي۔ده ووئيل د هېواد معیشت په سم لوري روان دے او مهمو اقتصادي اشارو سره د معیشت د استح??ام عکاسی كېږي۔خسارو كښې کمی راغلے،د زرمبادله پانګي پرله پسې زياتيږي،د پاکستان کرنسی مستحکم ده او برآمدات زياتيږي۔ده ووئيل د ډھانچه جاتی اصلاحات عمل به روان وي،كوټلي نمو لپاره د پالی??یو تسلسل ته اړتيا ده۔د خزاني وزير هيله څرګنده كړه چې اېس اي سي پي د سيوري لاندې د مشاورتی عمل په نتيجه كښې دیوالیه پن او د قرضو وصولۍ په اړه قوانین او په تګلاره د ګډون كوونكو څخه مثبت او ګټه ورې رائے به رامخې ته شي۔ده ووئيل د قرضو و??كو??و لپاره كوټلي نظام ته اړتيا ده۔ د مالي مشکلاتو ښكار ادارو بحالولو ته اړتيا ده، د مالیاتي مسئلو اوږد مهاله حل ته اړتيا ده۔ده ووئيل ښه ساکھ لرونكي کاروباري اداري به د دیوالیه كيدو څخه بچ كولې شي او په دې اړه به حکومت سهولیاتي کردار ترسره كوي