اسلام آباد 26 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي په بلوچستان كښې د ترهګرۍ پېښو تحقيقات نه پس به حقائق په ثبوت سره را??خې ته كوٶ، تخريب كاري په پاكستان كښې د عدم استحكام پېدا كولو سازش دے، دښمن د منصوبې له مخې په هېواد كښې اړے ګړے را??ېدا كول غواړي۔ د ګل په ورځ خپل بيان كښې ده ووئيل سكيورټي فورسز او قانون نافذ كوٶنكو ادارو په وخت ك??روائي كولو سره 12 ترهګر وژلي دي۔ ده ووئيل په بلوچستان كښې امن لپاره به هر ډول ممكن اقدام كوٶ، ترهګر او سهولت ك??رو ته به د پېټېدو ځاے نه ترلاسه كېږي۔ داخله وزير ووئيل د بلوچستان حكومت سره په تماس كښې يو٬ امن بحالولو لپاره موثره اقدامات كوٶ٬ د بلوچستان په بېلو پېښو كښې د شهيدانو كورنيو سره په غم كښې برابر شريك يو۔ ده ووئيل كه څوك دا ګڼي چې د بزدلانه كارروائيو د لارې د قام غېر متزلزل عزم ته ماتې وركړې كېدې شي نو دا د هغوي عبث سوچ دے ۔ ده ووئيل د ترهګرۍ تر بشپړه خاتمې به جنګ روان وي٬ په بلوچستان كښې د امن وامان صورتحال په مستقل بنيادونو مانيټر كوٶ۔