اسلام آباد 10 ستمبر (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي تحريك انصاف په خپله جلسه كښې نامناسب ټكي استعمال كړي ا?? وفاق ئې چيلنج كړے،د هېواد وجود د يو كس د وجود سره لازم ګرځول سم نه دي ۔ د نهي په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پي ټي ا??ئي غړي علي محمد خان د اعتراض په نكته خواجه محمد آصف ووئيل تيره روځ په پېښو تفصيلي بحث شوے خو كله چې هغوي ا??وائي چې خان نه وي نو پاكستان به نه وي د دې بل څه ري ا??كشن به راځي،د هېواد وجود د يو كس د وجود سره لازم ګرځول سم نه دي،تيره ورځ چې څه شوي هغه د هغوې د جلسې غبرګون ؤ۔ده ووئيل د دې ايوان په تاريخ كښې چرې داسې نه دې شوي چې پرېس ګيلري ا?? دا ايوان يو ډول موقف لري،زمونږ هم او د خبريالانو هم زړه آزار شوے،د ميرمنو په اړه نامناسب ټكي استعما?? شوې او وفاق پاكستان چيلنج كړے شوے۔ده ووئيل د اقتدار په مال او د اقتدار څخه د جلا كيدو نه پس د پي ټي آئي هلې ځل?? مونږ ليدلي، د هغوي هلي ځلي جمهوري ا??دارو سره مماثلت نه لري،د هغوي ټولي خبري د هېواد د سلامتيا په ضد دي۔ ده ووئېل په 9 مئ?? ملټري ټارګټ وه او د هغوي توهين شوے، د كرنل شير خان مجسمه په ماتولو د هغه توهين شوے او بيا په 6 ستمبر هلته ځي فاتحه خواني كوي ٬ دې څخه زيات منافقت نور څه كيدے شي۔