اسلام آباد۔5 اکتوبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محس?? نقوي د شمالي وزيرستان په سپين وام سيمه كښې خوارجي ترهګرو سره د جنګ په مهال د شهادت درناوې ترلاسه كوؤنكي لېفټېننټ کرنل په شمول 6 شهيد شوو اهلكارو ته د عقي??ت پېرزوينې وړاندې كولو سره وئيلي دي د قام دې فرزندانو د وطن په دفاع خپل ځان قربان كړې دې٬ قام د دوئي په قربانيو ??ياړي۔ د خالي په ورځ په خپل بيان كښ?? د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل ټول قام دې اتلانو سره ولاړ دے٬ د شهيد لېفټېننټ کرنل محمد علی شوکت او نورو اتلانو فرزندانو قربانۍ به بې ځايه نه ځي دا به تر ډېرې مودې ياد ساتلې شي۔ ده ووئيل لېفټېننټ کرنل محمد علی شوکت او نورو شهيدانو د خوارجو ناپاكه منصوبې ناكامه كړې او 6 ترهګر يۍ ووژل۔ محس?? نقو?? د شهيدانو كورنيو سره غمرازي كولو سره شهيدانو لپاره د لوړو درجو دعا وكړه۔ ده ووئيل د پاكستان حكومت او اولس د شهيدانو كورنيو سره د يو ??الي څرګندونه كوي۔