اسلام آباد۔15اکتوبر(اے پی پی) د پاكستان مسلم ليګ (ن) لارښود خرم دستګير خان د حكومت لخوا د شنګھائي همكارۍ تنظيم (اېس سي او) سرمشريزې غونډې په كوربتوب د وياړ څرګندونه ك??لو سره وئيلي دي جې ايس سي او غونډه به دوه اړخيزه اړيكو ته وده ورك??لو سره سره د اقتصادي موقعو رامخې ته ك??لو صلاحيت په ډاګه كړي۔ د نهې په ورځ نجي ټي وي سره خبرو كښې ده ووئيل دې تاريخي اقدام ته د چين په شمول ټول ګاونډي هېوادونو سره د پاكستان اړيكې پياوړې ك??لو كښې د يو مهم ګام په توګه كتلې شي۔ ده زياته كړه چې د اېس سي او سرمشريزه غونډه د تجارت، معیشت، سرمایہ کارۍ، صنعت، تعلیم، دفاع، زراعت اود كلتور په څير مهمو څانګو كښې نز??ې اړيكې لا ښه ك??لو له يو پلېټ فارم وړاندے كوي۔ ده ووئيل دا هېواد لپاره د وياړ وړ ګھړۍ ده كومه چې په پاكستان د نورو قامونو د زياتېدونكي باور څرګندونه كوي۔ ده ووئيل د اېس سي او سرمشريزه غونډه د روسيه ٬ چين ٬ هند او بېلاروس په شمول د نورو غړو هېوادونو مشران او استازي يو ځايې ته راجمع كوي دغسې چې امنيت ٬ معيشت او د كلتور په څير نورو څانګو كښې همكارۍ ته وده وركړې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده د اېس سی او سرمشريزې غونډې په مهال د قامي يوو??لي په اهميت زور راوړو۔ ده د دې نړيوالې غونډې د كوربتوب اهميت په ډاګه ك??لو سره ووئيل دا په غړو هېوادونو د پاكستان د زياتېدونكو اثر او په پاكستان د دغې هېوادونو د زياتېدونكي باور عكاسي كوي۔