اسلام آباد۔21اکتوبر(اے پي پي) د دفاع وزير خواجه آصف وئيلي دي د آئيني بدلونونو د لارې اختيار نا ټاكلے شو?? خلقو څخه د 24 كروړه اولس 365 ټاكلے شو?? استازو ته منتقل كولې شي٬ د اے سي او ټي وي لرې كولو دړكې وركوؤنكي مكافات عمل سره مخ دي ٬ جسټس قاضي فائز عيسی اولنے چيف جسټس دے چا چې د عدليې عزت بحال كړے۔ د ګل په منځومانۍ شپه كښې په 26 مې آئيني بدلون بحث كښې خواجه آصف ووئيل په هېواد كښې په آئين اولنۍ ډاكه په كال 1958كښې واچولې شو?? او د نظريه ضرورت بنياد كېښودلے شو۔ ده ووئيل د آئيني بدلونونو مقصد د ايوان تقدس بحالول دي۔ ده ووئيل قاسم سوري 54 بلونه په نيم ساعت كښې منظور كړې وو۔ ده ووئيل د پاكستان عدليه په ګرده نړۍ كښې په 140م لمبر ده ، 65 زره مقدمې په سپريم كورټ كښې د التواﺀ سره مخ دي٬ سياستمدار نااهله كولې شي٬ له مينځه ځي ٬ زندان كښې اچولې شي٬ د ججانو احتساب ولې نه كيږي۔ په ګرده نړۍ كښې اولسي استازي د ججانو تقرر كوي۔ ده ووئيل مونږ دا ايوا?? بااختيار جوړول غو??ړؤ۔ ده ووئيل كه د پاك پوځ سرلښكر تقرري درېو نامو څخه كېدې شي نو چيف جسټس لپاره دا تګلاره ولې نشي كارېدلې