اسلام آباد 04 نومبر (اے ??ي ??ي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د سعودي عرب او قطر ??ورې او ملاقاتونه ګټه ور او تعمیري ګرځولو سره وئيلي دي سعودي عرب او قطر په پاکستان كښې سرمايه كاري كولو له خوښي لري??د پاکستا?? پلاوې به ډير زر سعودی عرب ته لاړ شي، د قطر ??نویسټمنټ اتھارټي چارواكي به د رواني مياشت په مهال پاکستان ته راځي، سعودي عرب ګڼ شمير هنرمند افرادي قوت ته اړتيا لري۔د ګل په ورځ د وفاقي کابینې غونډې ته وينا كښې وزیراعظم وفاقي کابینه د سعودي عرب او قطر ??پلو دورو په اړه اعتماد كښې واخستله۔ده ووئيل په تېرو ورځو كښې د سعودي عرب او قطر ??ورو څخه راغلے يم، سعودي عرب كښې ما فیوچر انویسټمنټ انیشیټو فورم ته خطاب کړے ٬ چرته چې ما د سعودي ولی عهد محمد بن سلمان پشمول مهمو شخصیاتو او لارښودو سره ملاقاتونه كړي۔ وزیراعظم ووئيل د سعودي ولي عهد يو ځل بيا پاكستان ته د راتللو لپاره د نيكو هيلو څرګندونه كړې او د پاکستان پرمختګ او سرمایه كارۍ په اړه هغه سره ګټه ورې خبرې اترې شوي، د سعودي ولی عهد سره د ماسخوتن مېلمستيا په مهال هم ملاقات شوے، په بله ورځ هغه خپله ډله هم رالېږلې وه ،دغسې د سعودي عرب د سرمایه كارۍ وزیر او پاکستان لپاره د رائل کورټ خصوصی نمائندہ سره هم ملاقاتونه شوي چې پكښې سولر، مائنز او منرلز، زراعت او د شريكو څانګو په اړه د خیالاتو څرګندونه شوې۔ په دې موقع د سعودي چارواكو سره پرېس کنفرنس هم شوے كوم چې ګټه ور ؤ۔ وزیراعظم ووئيل د دې ملاقاتونو او دورې په نتيجه كښې به د پاکستا?? پلاوې ډير زر سعودی عرب ته لاړ شي۔ وزیراعظم ووئيل د سعودی عرب نه پس زه بيا قطر ??ه لاړم، دغه دوره هم د سعودی عرب غوندې ګټه وره او تعمیری وه،د قطر ??میر سره يو په يو او د پلاويو په كچه هم ملاقات شوے۔ د قطر ??میر مشرې خور د اړخه د پاکستان تاریخ په اړه يو ښه نندارتون هم وك??ے شو چې پكښې د قطر ??مير هم پخپله ګډون وك??و، دغسې بيا هغه مونږ له د ماسپخښين ميلمستيا هم راكړه ۔ وزیراعظم ووئيل د قطر ??میر په ماضي كښې د درې اربه ډالره سرمایه كارۍ په اړه چې كوم لوظ كړے ؤ په هغې په تندۍ سره د عملدرآمد پريكړه شوې ،د قطر ??نویسټمنټ اتھارټی چیئرمېن او د هغه ډله به ډير زر پاكستان ته راشي۔ وزیراعظم ووئيل سعودي عرب د آئي ټي پشمول بيلو څانګو كښې ګڼ شمير هنر مندو ته اړتيا لري، د سعودي ولي عهد پاکستان ته د هنرمند افرادي قوت لېږلو وئيلي دي ،دغسې د قطر ??مير په پاکستان كښې د آئي ټي پارك جوړولو وئيلي دي ۔ وزیراعظم ووئيل سعودي عرب او د قطر ??ورې او ملاقاتونه ګټه ور او تعمیری وؤ ، دپاکستا?? پلاوې به ډير زر د سعودی عرب دوره وك??ي، ده ووئېل د آذربائیجان صدر د2 اربه ډالره سرمایه كارۍ خبره كړې، د هغوي د اړخه هم پیغام راغلے او زمونږ منتظر دي،ډير زر به په دې اړه غونډه راوبلم۔