اسلام آباد۔2دسمبر(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي حكومت اقتصادي استحكام او ډھانچه جاتي اصلاحات پروګرام مخ په وړاندې بيايي٬ د نجكارۍ ٬ د وفاقي حكومت تشكيل ??و ٬ پنشن او رياستي ملكيتي ادارو كښې د اصلاحات عمل روان دے۔ ده دا خبره د ګل په ورځ دلته د برطانيې د فارن ٬ كامن وېلتھ اېنډ ډوېلپمنټ آفس د بشري او پرمختيائي چارو ډي جي مېلېن??ا بوهينن سره ملاقات كښې وكړه۔ وفاقی وزیر ووئيل د روان مالي كال په اولنۍ درې مياشتنيزه م??ده كښې په ټېكس ريونيو كښې په كلونو بنيادونو 25.6 فیصد اضافه شوې۔ مېلېن??ا بوهینن د حكومت د بشپړه اصلاحاتي پروګرام ستائنه وكړه او د خپل آفس لخوا يۍ د بشپړ ملاتړ باور وركړو۔ د خزانې وزير ووئيل ??اكستان نړيوال بېنك سره لس كلن ”کنټری پارټنرشپ فرېم ورک” كښې شاملېدونكے اولنے هېواد دے۔ ده تلپاتي پرمختګ لپاره د حكومت د عزم پخلے هم وكړو۔ وفاقي وزير ووئيل تلپاتي اثرات ترلاسه كولو او د پاكستان د اوږدې مودې په اقتصادي او سماجي پرمختګ كښې كردار ترسره كولو له به اصلاحاتي اقدامات په مستقل مزاجۍ سره روان ساتل وي۔